کابل باختر دمرغومې دمياشتې ١
محمدنبي نيازې دڅلورو کلونو لپاره دقندهار ولايت دفوټبال فدراسيون د رييس
په توګه وټاکل شو .
د هيواد د فوټبال فدراسيون د رسنيو مسوول احمد شاه ساير له قندهار څخه دټيلفوني اړيکې له لارې باختر آژانس ته وويل : محمد نبي نيازې په هغو علني انتخاباتو کې چې پرون ترسره شول دحاجي نصير په مقابل دلسو موافقو رايو په ګټلو سره دڅلورو کلونو لپاره دقندهار ولايت دفوټبال فدراسيون درييس په توګه وټاکل شو.
دغه انتخابات دفدراسيونونو درييسانو ، يوشمير ورزشکارانو او له کابل څخه داستول شوي هيت به شتون تر سره شول.
1 د یوې دقیقې څخه لږ