ټولنه

دقندهار دسرو زرو دپلورونکو اعتصاب .

 کابل باخترد لړم د مياشتې  ١٠ :       
په قندهار ولايت کې دسرو زرو پلورونکو خپل اعتصاب  ته دوام ورکوي.
له هغه وروسته چې غلو دپوليسوديوې امنيتي پوستې په سل مترۍ واټن کې  دسرو زرو دپلورونکو دوکانونه غلا  کړل   دوى په اعتصاب لاس پورې کړ.
دقندهار دسرو زرو دپلورونکو داتحاديې  يو خبرځاى وايي ترهغه وخته پورې  چې  دولت ددوى دکاري خونديتوب ضمانت ونه کړي  دوى به خپل اعتصاب ته دوام ورکړي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته