کابل – باختر دتلې دمياشتې ١٥
د قندهار ولايت د حج او اوقافو رييس مولوي نورالعزيز پرون د ملي امنيت دمنسوبينو له خوا ونيول شو.
مولوي نورالعزيز وروسته له هغه ونيول شو چې دبيت الله شريف کابو سل تنه تلونکي له الوتني څخه پاتې شول .
دقندهار دوالي ويندوى جاويد فيصل باخترآژانس ته وويل : چې مولوي نورالعزيز دملي امنيت دڅارنوالۍ له خوا نيول شى دى .
ده وويل : چې سږ کال د قندهار لپاره دحاجيانو ونډه نهه سوه پنځوس تنه ټاکل شوي وه چې له دې جملې څڅه څه دپاسه سل تنه چې قانوني پړاونه يې هم بشپړ کړي و له تګ څڅه پاتې شول .
دده د څرګندونو له مخې : دقضيې په باب به له مولوي نورالعزيز څخه پوښتنه وشي خو ده وويل چې دافغانستان د زيارت کوونکو دليږدوني بهير نه دى بشپړ شوى خوهلې ځلې په وشي چى بيت الله شريف ته د دوي دليږدونې زمينه برابره شي
دغه افراد په داسې حال کې دحج له پروګرام څخه پاتې دي چې اړوندې پيسې يې تحويلې کړې او پاسپورت هم په لاس لري
0 1 دقیقه لوستل