ورزش

دقندهار او تخار دفوټبال ټيمونه لوبه کوي .

کابل باختر د سلواغې څوارلسمه :
په قندهار کې   دپيوستون اووحدت  دجام د فوټبال سيالۍ نن دقندهار او تخار دټيمونو په لوبې سره دوام مومي .
دکابل دفوټبال  فدراسيون  مرستيال عبدالبصير قيومي دباختراژانس خبريال ته وويل دپيوستون او وحدت دجام دفوټبال  سيالۍ  داوو ټيمونو په ګډون له دريو ورځو راپديخوا په قندهار کې پيل شوې دي چې په پرونۍ لوبه کې دکابل ټيم دصفر په وړاندې په  يوې سره دبغلان ټيم ته ماتې ورکړه .
دپيوستون  اووحدت دجام دفوټبال  سيالۍ هره ورځ په قندهار کې  په يوې  لوبې سره دوام مومي .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته