-کابل /دلندې لومړى / باختر :
په قندهار کې صرافان او کسبګر وايي چې له دې وروسته به دپاکستاني کلدارو پرځاى دهېواد له پولي واحد څخه ګټه واخلي.
هغوى په يوه غونډه کې په خپلو راکړو ورکړوکې له افغاني پيسو څخه دګټې اخستنې لپاره دقندهاردوالي غوښتنې ته مثبت ځواب ووايه .
دقندهار والي حيات الله حيات په دې غونډه کې وويل: له هغو کسانو سره به چې په خپلو راکړو ورکړو کې له افغاني پيسو څخه پرته نور اسعاروکاروي قانوني چلند وشي .
حيات وويل :افغانۍ زموږ هويت او وياړ دى موږ بايد هغې ته ارزښت ورکړو .
دقندهار والي دهېواد په اقتصاد باندې په راکړه ورکړه کې له غير افغاني پيسو څخه دګټې اخستنې دناوړې اغيزې خبردارى ورکړ .
دقندهار کسبګرو اوصرافانو ژمنه وکړه چې له دې وروسته به په راکړه ورکړه کې دخپل هېواد له مروجو پيسو څخه ګټه واخلي .
په افغانستان په تېره بيا په هغو ولايتونوکې چې د ډيورنډ کرښې ته څېرمه موقعيت لري په راکړه ورکړه ګې پاکستاني کلدارې کارول کېږي .
دې کار په هېواد په پولي واحد او په ټوله کې د هېواد په اقتصاد منفي اغيزه کړې ده .
ختم_ عطاالله _ اکرم
1 1 دقیقه لوستل