دقندهاردډنډ ولسوالۍ امنيه قوماندان ووژل شو
کابل باختردلړم دمياشتې ١٣ :
دقندهار ولايت دډنډ ولسوالۍ امنيه قوماندان نن غرمه ديوې چاودنې له امله ووژل شو.
رحمت الله چې دامنيتي پوستې دکتنې په مقصد دډنډ ولسوالۍ ته روان و دسپرلۍ موټريې په سړک کې په ښخ کړي شوي ماين وخوت چې د چاودنې له امله يې ووژل شو .
دقندهار ولايت دامنيې قوماندانۍ ويندوى غورځنگ باختراژانس ته وويل چې دغه پيښه دډنډولسوالۍ په کرګان سيمه کې وشوه .
دخبرځاى دڅرگندونوله مخې، په دې پيښه کې يوشمير سرتيري چې دډنډ ولسوالۍ له امنيه قوماندان سره ملګري و ټپيان شوي دي.