نړۍ

دقربانيانو وارثان دکويټې په ښارکې د اردو دځاى پرځاى کيدو غوښتنه کوي.

کابل – باختر دمرغومى درى ويشتمه :
دتيرې پنجشنبې په ورځ دبلوچستان په کويټه ښآر کې د دريو کورګډو چاودنو له امله دڅه ناڅه يوسلو اتلسو تنو له وژل کيدو وروسته دغه ښار غم او ماتم نيولى دى.
ددغو بريدونو پرخلاف داعتراض په ټوګه دقربانيانو وارثانو پرون دمړو له ښځولو څخه ډډه وکړه او له حکومت څخه يې وغوښت چې دبمي بريدونو او ډزو مخ ونيسي او دخلکو امنيت دى تامين کړي.
اعتراض کوونکو پنځوس مړي دعلمدرې واټ ته وليږدول او وې ويل ترهغه وخته پورې حکومت په دغه ښارکې امنيتي تدبيرونه زيات نه کړي دوى به مړي ښخ نه کړي.
اعتراض کوونکو دحکومت پرخلاف شعارونه ورکړل او دپاکستان حکومت يې ددغو وژنو مسوول وباله.
دوى ژمنه کړې ده چې ترهغه وخته پورې خپلو اعتراضونو ته دوام ورکوي چې حکومت جدى اقدامات ترلاس لاندې ونيسي او ددغه ښار امنيت مسوليت اردو ته وسپاري.
 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته