دقابلو نړيواله ورځ و نمانځل شوه .
کابلباختر دثور١١
دقابلو نړيواله ورځ د(افغانستان قابلو ته اړ تيا لري ، اوس له پخوا څخه زيات ) ترشعار لا ندې نن دعامې رو غتيا په وزارت کې ونمانځل شو.
دغه ورځ په داسې حال کې نمانځل کيږي چې رو غتيا يي مسو لين په افغا نستان کې د ميندو او نويو زيږيدلو ماشومانو دمړينې په کمښت کې دقابلو په رول ټينګار کوي او افغانستان له هغو هيوادونو څخه بلل کيږي چې د ميندو او نويو زيږيدلو ماشومانو د مړينې زيات شمير لري .
دباختر اژانس دخبريال دخبر له مخې : په هغې غونډه کې چې له همدې امله د عامې رو غتيا وزارت په تالار کې جوړه شوې وه د عامې روغتيا وزيرې ډا کترې ثريا دليل ددغې ورځې نمانځل په هيوادکې د ميندو دستونزو دکمښت لپاره دقابلو درول ارزښت ته پا ملرنه و بلله او وي ويل چې د قا بلو همکاري او زيارد ميندو او ماشومانو درو غتيا د تا مينولو لپاره دقدر وړ دي .
دعامې روغتيا وزيرې څرګنده کړه چې قا بلې دمسلکي کادرو نو په توګه نه يواځې د کورنۍ دسو کالۍ لپاره بلکې دټولنې دسو کالۍ لپاره اساسي رول لوبوي .
ډاکترې دليل زياته کړه، تجربو ښودلې ده چې قابلو ميندو ته درو غتيا يي اسانتياو دمهمو برا بوونکو په توګه په ټولنه کې ښه رول لوبولى دي اود عامې روغتيا وزارت هلې ځلې کوي چې هره افغانه ښځه د اړتيا په صورت کې دقابلو په خدمتونو بر لاسي و لري .
دقابلو دنړيوالې اتحاديې غړى پښتون ازفر د باختر اژانس خبريال ته وويل، قابلګي يو مقدس مسلک دى اود پرمختګ او کميت ترڅنګ بايد دقا بلو د کار کيفيت ته هم زيا ته پاملرنه وشي .
ده وويل، څرنګه چې په افغانستان کې د ميندو او ماشو مانو د مړينې شمير ټکان ورکوونکى دى له دې ا مله بايد دقابلګي د ښوونځيو جوړولو اود زيا تو قابلو روزنې ته پا ملرنه وشي .
له دې امله د عامې روغتيا وزارت دمقاماتو دڅرګندونو له مخې، يوولس کاله مخکې په افغا نستان کې څلور سوه اوه شپيته تنه قا بلې موجودې وې اود هرو سلو زرو ميندو له جملې څخه يو زرو شپږ سوه تنه يې د زيږون په وخت کې له منځه تللې خو نن دقابلو شمير څه دپاسه درې زره پنځه سوه تنو ته رسيدلى چې د ميندو اوماشو مانو د مړينې په کچه کې هم دياد ونې وړ کمښت را منځته شوى دى.