ورزش

دفوټسال سياليو په هرات کې دوام وکړ .

کابل باختر دمرغومى يو ويشتمه :
دفوټسال دلومړي او دويم لاس سيايو پرون مازيګر په هرات کې په دريو لوبو سره دوام وکړ .
  دهرات ولايت دورزشي امريت مرستيال ضيا الحق ضيا دباختراژانس خبريال ته وويل: دفوټسال دلومړى لاس  دټيمونوپه سيالۍ کې داماني ټيم ددريو په وړاندې په څلورو سره  دشاهين پرټيم او دپيمان ټيم ديوې په وړاندې په څلوروسره  دکوثر پر ټيم بريالي شول او دفوټسال ددويم لاس دټيمونو په سيالۍ کې دپديده ټيم ددريو په وړاندې په شپږو سره دهرات باستان ټيم ته ماتې ورکړه .  دغه سيالۍ داته څلويښتو ټيمونو ترمنځ په هرات کې  پيل شوي دي .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته