ورزش

دفوټسال ددويم لاس سياليو په هرات ولايت کې دوام وکړ .

کابل باختر د مرغومي نهمه :
دفوټسال ددويم لاس سياليو پرون مازيګر په هرات ولايت کې په دريو لوبو سره دوام وموند .
دهرات ولايت دورزشي امريت مرستيال ضيا الحق ضيا دباختراژانس خبريال ته وويل: په لومړۍ لوبه کې دسلطان مصطفي  دڅلورو په وړاندې په شپږو سره دپديده  ټيم په مقابل کې ماتې وخوړه او په بله لوبه کې دستاره سرخ ټيم ديوې په مقابل کې په شپږو سره دځوانانو ټيم ته ماتې ورکړه او په دريمه لوبه کې دمرواريد او الهلال  ټيمونو لوبه په دريو ، دريو ګولونوسره برابره پاى ته  ورسوله .
دغه سيالۍ  د ١٦ ټيمونو ترمنځ  په هرات ولايت کې پيل شوي دي اوپه دوام يې سبا دنهضت اوباختر، هرات باستان او پامير  او داميد جوانان او قايم ټيمونه لوبې کوي .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته