دفوټبال ښوونکو ته په کابل کې روزنيزورکشاپ جوړ شو .

-کابل باختر د سلواغې څوارلسمه :
دفوټبال ښوونکو ته په کابل کې روزنيزورکشاپ جوړ شو .
دفوټبال فدراسيون دخپرونومسوول علي کاظمي ددغه روزنيز ورکشاپ دجوړولو موخه ښوونکو ته ددريمې درجې ستاين ليکونو ترلاسه کول دي .
دکاظمي دڅرګندونوله مخې په دې ورکشاپ کې چې دفوټبال په فدراسيون کې جوړ شوى دى دوو تنو ښوونکو له مرکز څخه او نولسو تنو ښوونکو دهېواد له نورو ولايتونوڅخه ګډون کړى دى چې ددولسو ورځو لپاره په عملي او نظري ډول زده کړې وکړي .