دفوټبال فدراسيون : دسيمرغ ټيم اساسى لوبغاړو په ترافيکي پيښه کې حضور نه درلود .
کابل باختر د تلي اته ويشتمه
دافغانستان دفوټبال فدراسيون په جوزجان ولايت کې له ترافيکي پيښې وروسته اعلام وکړ چې دسيمرغ البرز دغوره ليک د ټيم لوبغاړو په دې پيښه کې حضور نه درلود .
په جوزجان ولايت کې تيره شپه ناوخته دسيمرغ البرز ټيم دغوره ليک دلوبغاړود فني کدر او دسپورت مينه والو دسپرلۍ مسافروړونکي بس په نفتي موادوبار ټانکر سره ټکر وکړچې په دې بهير کې څه ناڅه نهه تنه ووژل شول او اته ديرش تنه نور يې ټپيان شول .
دافغانستان دفوټبال فدراسيون درسنيو مسوول احمد شاه ساير باختر اژانس ته وويل چې په دې ترافيکي پيښه کې يواځي دسيمرغ البرز ټيم عادي لوبغاړو حضور درلود.
ويل کيږي چې دسيمرغ البرز د ټيم لوبغاړي همدا اوس په کابل کې دي په دې اساس دافغانستان دفوټبال غوره ليک لومړني لوبه نن له غرمې وروسته په دوو بجو په کابل کې دفوټبال فدراسيون په اختصاصي لوبغالې کې ترسره کيږي .