دفوټبال فدراسيون ته زيات واک ورکړشو.

کابل – باختر دورږې دمياشتې ٦
دافغانستان د فوټبال فدراسيون زيات واکونه ترلاسه کړل .
داولمپيک دملي کميټې مسوولين وايي چې دغه فدراسيون کولاى شي داولمپيک دملي کميتې او دفوټبال دنړيوال سازمان د منشور له مخې د قانون په چوکات د ورزشکارانو دمالي بنسبټ د ودې او دپياوړتيا او داستعدادونو د جلب په خاطر په خپلو تصميمونو کې مستقلانه عمل وکړي.
داولمپيک دملي کميټې ويندوى مجيب الله رحماني باختر آژانس ته وويل ، په هغې غونډه کې چې له همدې امله ددغې کميټې په مقر کې جوړه شوې وه اولمپيک دملې کميتې رييس محمدظاهر اغبر وويل ، چې دغه واکونه دهيواد د فوټبال دملي ټيم د زياتې ودې په خاطر د افغانستان د فوټبال فدراسيون ته ورکړ شوي دي او هيله ده په نويو لارو چارو سره دغه فدراسيون زيات برياليتوبونه ترلاسه کړې .
په دې غونډه کې دولسي جرګې غړو ډاکتر فايق او نسيمې نيازي د فوټبال دفدراسيون رييس کرام الدين کريم د فدراسيونونو رييسانو او ورزشکارانو ګډون کړى وو.