کابل باختر دثور دوه ويشتمه :
دنړيوال حکمتوب له کورس څخه نن ديرشو تنو نړيوالو حکمانو دفراغت سندونه ترلاسه کړل .
دهيواد دفوټبال فدراسيون دخپرونو آمر دباختراژانس خبريال ته وويل دفيفا دنړيوال حکمتوب کورس چې دپنځه ويشتو نارينه حکمانو او دپنځو ښځينه حکمانو په ګډون پنځه ورځې مخکې دهيواد دفوټبال په فدراسيون کې جوړ شوى و نن پاى ته ورسيد او دکورس په فارغانو دفراغت سندونه وويشل شول .
1 د یوې دقیقې څخه لږ