کابلباختر د وري ٢٠ مــــــــه
د هيواد دترانسپورتي بنسټونو د کاري کيفيت د ښه والى په مقصد نن دفوايد عا مې وزارت له خوا په کا بل کې يو کنفرانس جوړ شو
په دې کنفرانس کې د ترا نسپورت دسکتور د بنسټيزو پروژو کيفى او کمي حالت وڅيړل شو او ددغو پروژو دتطبيق په اړوند ستونزې وڅيړل شوې اود حل لاري چاري يې ولټول شوې
دباختر اژانس دخبريال دخبر له مخې، دفوايدعامې وزير انجنير نجيب الله اوژن وويل: دفوايد عامې وزارت ديو مسول په تو ګه د هيواد د ترانسپورتي بنسټو نو ، د پلان جوړولو دنده اود پروژو دتطبيق پا ليسۍ اوڅارنه په غاړه لري او ويې کولاى شول په تيرو لسو کلونو کې د نړيوالې ټولنې په همکارۍ د لارو جوړولو په برخه کې ارزښتناک خدمتونه وکړي
ده وويل: په دې موده کې د حلقوى سړکونو ، ګاونډيو هيوادونو ته د مواصلا تى سړکونو او ولايتى سړکونو په ګډون دشپږ زره اووه سوه کيلو مترو قير سړکو نه او يو زرو دوه سوه کيلو متره جغلى سړکونه د ٧٥ کيلو مترو په اوږدوالى دحيرتانو له ښار ګوتى څخه تر مزار شريف پورې د اوسپنى د لومړنى پټلى جوړول د زرګونو کيلو متره سړک طرحه ، ډيزاين او سروي اود پلونو اوپلګيو جوړول ددغې ادارې په خد متو نو کې شا مل دي
انجنير اوژن دغه راز دسړکونو په جوړولو کې د ټيټ کاري کيفيت يادونه و کړه او ويې ويل: له دې وروسته به بي کيفيته کار له هري مرجع چې وي په هيڅ صورت د زغم وړ نه وى او دغه وزارت به دسړک جوړولو دساختمانى شرکتو نو کاري چاري په دايمى تو ګه کنترول او وڅاري او په سمه تو ګه د نه تطبيق په صورت کې به يې دقا نو ني مرجع له لاري د تا وان جبيري ته اړکړو
ده له ټولو همکارو شرکتونو څخه وغوښتل چې د خپلو سا ختما نى کارونو د کمى او کيفى کچې لوړولو ته له پخوا زيا ته پا ملرنه و کړي او له ملى اونړيوالو ستندردو نو سره سم خپل ځان عيار او برا بر کړي
انجنير محمديوسف پشتون ، د اقتصاد وزير عبدالهادي ارغنديوال ، ذبيح اله مجددى ، د ما ليې و زارت معين مصطفى مستور ددغه کنفرا نس وينا وال و چې په وار سره يې د موضوع په اړوند خبرې و کړې او خپلې مشخصې طرحې او وړانديزونه يې بيان کړل او ويې ويل: دسړک جوړولو دشرکتو نو د سا ختما نى کارونو نه څارنه او نه کنترولول ، د عصري وسايلو او تجهيزا تو نشتو الى اود سا ختما نى موادو بي کيفيتوالې ، ددغو بنسټو نو دقيقه نه څيړنه او پرله پسي نه څا رنه اونه سا تنه په هيواد کې دسړکونو د ويجاړييدو سبب شوى دى
د ما ليې وزارت معين په افغا نستان کې د ترانسپورتي بنسټونو په باب وويل : افغانستان په وچه کې پروت هيواد دى له دې ا مله هغه ترانسپورتي بنسټو نه چې افغانستان له ګاونډيو اودسيمې له هيوادونو سره نښلولى مهم دى چې له دې جملې څخه حلقوى سړکونه دهيواد په سودا ګرۍ او اقتصاد کې حيا تى ارزښت لري او په عمو مي ډول حکومت او په خاص ډول د ما ليې وزارت ددغه سکتور ملا تړ کوى
په تيرو لسو کلو نو کې ټول يو اعشاريه پنځه مليارده ډالره د دا خلى بودجى له لاري او يو اعشاريه پنځه مليو نه ډالره په مستقيم ډول ددونرونو له لاري لګيدلى دي