دفوايد عامې وزارت خبرتيا:

کابلباختردسرطان ٢٣
دفوايد عامې وزارت خبرتيا:
دسالنګ تونل او ګالري يې چې له څه مودې را په ديخوا تر ترميم لاندې وې اوس پخولو ته چمتو دى په ښه او اغيزمنه توګه په دې تونل کې دپخولو د کار داجرا کولو په مقصد دغه مراتب هيواد والو ته ابلاغيږي .
دسالنګ لويه لاره له استثنا پرته د ١٣٩٢ کال دچنګاښ د مياشتې له ٢٣ نيټې څخه تر بلې خبرتيا پورې ديکشنبې له شپې څخه دچهار شنبې د ورځې تر سهار پورې د ټولو باروړونکو او مسافروړونکو وسايطو او په ترافيکو کې د نورو شاملانو پرمخ تړ لى دى.
دچهار شنبې له ورځې څخه ديکشنبې تر ورځې پورې واټ شپه او ورځ د ترافيکو پرمخ پرا نيستې دى
له امنيتي ارګانونو څخه په جدي توګه غوښتنه کيږي چې له دغه پرو ګرام سره سم ددغې لويې لارې په تړلو اود ترافيکو د بهير په تنظيم کې له اړوندو موظفو کارکوونکو سره همکاري و کړي .
د بلخ ،کندز،بغلان اودپروان له ولايتونو ،دحيرتانو دښارګوټي له رياست اودترانسپورت له وزارت څخه هم غوښتنه کيږي چې د هرې اوونۍ ديکشنبې ،دوشنبې او سه شنبې په ورځو کې په دې لاره کې دوسايطو دتګ راتګ اوپه لو مړى سيمه کې دمالونو د بارولو مخه ونيسى