سیاست

دفضل الهادي مسلميار په مشرۍ دمشرانو جرګي غونډې له يوشمير چارواکوسره بيلابيلي مسئلي وڅيړلي

-کابل باختردوري دمياشتې ١٣ :
دسنامجلس درييس فضل الهادي مسلميار په مشرۍ دمشرانو جرګي غونډي  دکانکور دازموينو مسئلي ، اوپه دې اړوند دهيواد  دپوهنې کيفي حالت اودځوانانو دکارموندلو کمزوري بهير له اړوندو وزيرانو سره وڅيړلي.
دمشرانو جرګي مطبوعاتي دفتر باختراژانس ته خبرورکړ.
دسنامجلس  دلوړوزده کړو موسسو ته ديوزيات شمير لوړو نمرو لرونکو محصلانو دلاري نه موندل اوپه بدل کې يي په  نيمه لوړو تحصيلي مرکزونو کې  دهغوي جذب ، ديوي ناانډوليزي په ټيټ کيفيت سره  پوهنې شتون ، ديوې اغيزمني تعليمي اوتحصيلي موسسي  نه شتون  اودليسو دفارغانو اوآن  دپوهنتونونو د فارغانو جذب ته ديوې مناسبي پاليسې نشتوالي  په هيواد کې  يو ټولنيز بحران وباله  چې دراتلوونکي لپاره يې دځوانانو دنااميدي او ناهيلي سببونه برابر کړي دي  چې په همدي محور يي دلوړو زده کړو او دکار اوټولنيزو چارو له وزيرانو اودپوهنې وزارت له مسلکي معين څخه يو لړ پوښتنې طرحه کړي اوپه دې غونډۀ کې  دديني ،فرهنګي ، پوهنې  اودلوړو زده کړو دچارو دکميسيون له خوا مولوى محمود دانشجو اوهم يو شمير نورو سناتورانو دلوړو نمرو لرونکو کسانو دجذب لپاره دمناسب حل دلاري دموندلو، دمحصلانو په تيره بيادښځينه قشر دبدلونونو  دموضوع ،  کمو پرمختللو ولايتونو ته دپاملرني ، په عادلانه ډول دتحصيلي بورسونو دويش  ، دسپارښتنې او غيرقانوني بورسونو دمخنيوي ، دشپي له خوا ددولتي پوهنځيو دفيس دلغوه کولو او دمعياري پوهنځيو په نمرو کې دزيات توپير ، مسلکي کسانو ته داختصاصي  ازمويني دنشتوالي ، په خصوصي تحصيلي موسسو کې دعلمي معيارونو دنه رعايتولو ، دليليو دخراب  حالت ، په بورسونو کې دجندر دنه مراعت کيدو ،. دعلمي اوتحصيلي ادارو ترمنځ دهمغږي دنشتوالي ،  دمليتي اوقومي ترکيب  دنه رعايت کيدو اودنورو موضوعګانو په باب يو لړپوښتنې طرحه شوي اوپوهاند ډاکتر عبيدالله عبيد په ځواب کې وويل  د ١٣٩٠ کال دکانکور په ازموينه کې له يوسلو اووه څلويښتو زرتنو څخه نږدي څلويښتو زرو تنو په داسي  حال کې دلوړو زده کړو موسسو ته لاره وموندله چې دتيرکال په پرتله لس زره تنه زيات دي او شپيته زره تنه نور دنيمه لوړو زده کړو په موسسو کې جذبيږي او دغه وزارت تصميم لري   چې دکمو پرمختللو ولايتونو نجونو ته  پنځلس پنځلس نمري مرسته وکړې. اوهم دهغو داوطلبانو په باب چې له دوه سوه نوي څخه زياتي نمري لري هم نوي نظر وشي .
ده وويل  دفارغانو دشکايتونو  دڅيړنې  اودبدلونونو په خاطر يو کميسيون  جوړشوي دي  اودتحصيلي بورسونو ويش هم له دي وروسته دلوړو نمرو له مخې ترسره کيږي چې په سلو کې ديرش بورسونه ښځينه قشر ته په پام کې نيول شوي دي  اوبورسونه  به دولايتونو دوګړو دفيصدي له مخي وويشل شي  او دغه وزار ت په پام کې لري چې  دکانکور دازموينو، دليليو دحالت  اودخصوصي تحصيلي موسسو دفعاليت او دبورسونو په برخه کې په راتلوونکي کې نوي پاليسي  تدوين کړي .
په غونډۀ کې  سناتور انجينر احمدجاويد روف دهرات ولايت ديوشمير زده کوونکو په وړاندې  ددغه ولايت دکانکور دازمويني ددويمي ورځي دنتيجو په باب  چې له درې زره شپږسوه تنو څخه يوازي اته تنه بريالي شوي دي او نورو يوازي له يوسلو شلو څخه تريوسلو پنځوسو پوري نمري اخيستي دي  چې نتيجي يي دپوښتنې وړ او غيرطبيعي وبللي  او دلوړو زده کړو وزير وويل  چې په دغي موضوع هم ډير ژر دهرات ولايت ته  ددغه وزارت له خوا داستول شوي هيئت  په پام کې نيولوسره بيا غور کوي.
دمشرانو جرګي د لومړي نايب دمحمدعلم ايزديار په مشرۍ دغونډي په بله برخه کې دپوهنې وزارت له معين محمداصف ننګ څخه دلوړو زه کړو موسسو ته داويا زرو تنو دجنجالي بهير ، ددولسمو ټولګيو دښوونځيو دمسلکي کيدو  داړتيا اوهم دپوهنې له نصاب څخه دهيواد دديرش کلن تاريخ دحذف په برخه کې دپوهنې داقدام ، په بهرنيو بورسونو کې دانډول دنه شتون ، په مسلکي موسسو کې  دزده کوونکو  په جذب کې دانډول دنشتوالي ، دمسلکي ښوونکو دکمښت اوپه لوړو معاشونو دسلاکارانو دبي مورده استخدام ، يوشمير ښوونځيو ته دودانيو دنشتوالي ، له هيواد څخه په بهرکې  ددرسي  کتابونو دچاپ اودپوهنې مطبعي دنه فعاليدو اودځينو نورو مسلو په باب يو لړ پوښتنې طرحه شوي .
ده وويل  چي ددولسمو ټولګيو نږدي اويا زره تنه فارغان ددوي دمعيار له مخې په دارالعلومونو ، دښوونکو  دروزنې په موسسو اودتخنيکي اومسلکي  تعليماتوپه مرکزونو کي جذبيږي چې نجونو ته يولړامتيازونه په پام کې نيول شوي دي  اوزياته يي کړه لاتراوسه پوري درسي ظرفيت کم دي اودپوهنې وزارت دمسلکي ښوونکو  اودښوونځيو د ودانيو له کمښت سره مخامخ دي .
ده زياته کړه  چې د هيواد دوروستيو ديرشو کلونو پيښې سياسي دي  او لاتراوسه پوري په تاريخ نه دي بدلي شوي  چې دا يو جلا علمي اوسياسي بحث  دي او وړانديزيي وکړ چې دغه موضوع به په يو مناسب وخت کې وڅيړل شي .،
ده ددرسي کتابونو په باب وويل چې اويا کانتينره کتابونه په  پاکستان کې دي چې په نږدي راتلوونکي کې به هيواد ته وليږدول شي. اودهيواد په دننه کې دکتابونو نه چاپول يي  دمطبعي  اودطباعتي ظرفيت نشتوالي وباله.
دپوهنې وزارت معين زياته کړه چې په لومړيو وختو کې دپوهنې  دسلاکارانو شمير زيات و خو اوس  په هر ولايت کې له دوو تنو سلاکارانو څخه زيات نشته.
دغه راز دکار اوټولنيزو چارو وزيرې ميرمن آمنې  افضلي   ځوانانو ته دکار موندلو په باب دپوښتنو په ځواب کې وويل  چې  دغه وزارت دکار موندلو په برخه کې  دپاليسې جوړولو  اوملاتړيز مکلفيت په غاړه لري  او بشري ځواک په فني اوحرفوي زده کړو سره چمتو کوي او هغه  په کار ګوماري  چې دغه زده کړي دهيواد په دوه ويشتو ولايتونو کې دوام لري او ټاکل شوې ده  يوشميرنور هم دفني او حرفوي زده کړو په خاطر ددغه وزارت په مهمو مرکزونو کې  ترروزنې لاندني ونيول شي   اوپه هغه صورت کي چې  دکابل  دکنفرانس پروګرامونه عملي شي دغه وزارت به ددي وس ولري  چې ديرش زره تنه په کار وګوماري .
 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته