کابل – باختر دوږي دمياشتې ٣٠
دفرهنګي ميراثونو دساتنې داساساتو اختصاصي کورس چې دهيواد د مرکز او دولايتونو دفرهنګي ميراثونو دساتنې دمسلکي کارکوونکو لپاره جوړ شوى و نن پاى ته ورسيد.
دباختر آژانس دخبريال دخبرله مخې : د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت فرهنګي معين سيد مصدق خليلي په هغو مراسمو کې چې ددغې روزنيزې دورې دپاى ته رسيدو له امله پرځاى شوي و د فرهنګي ميراثونو دساتنې او په دې برخه کې دمسلکي کارکوونکو د رول په اړوند خبرې وکړې او ويې ويل : دافغانستان تاريخي لرغونتيا او هغو بيلابيلو مدنيتونو ته په پاملرنې سره چې په دې هيواد کې تجربه شوي دي او هغو ټولو ويجاړتياوو او زيانونو او پاملرنې سره چې زغملې يې دي لا تراوسه پورې هم ددې هيواد په ګوټ ګوټ کې تاريخي ساحې او تاسيسات تر سترګو کيږي او د دې هيواد تاريخي او فرهنګي هويت تمثيلوي.
خليلي په دې ترڅ کې چې دتاريخي آبداتو او شتمنيو ساتنه دهيواد دټولو وګړو مسووليت وباله زياته يې کړه ١٤٠٠ تاريخي څلي له خطر سره مخامخ دي او ددغو څلو دساتنې په خاطر مسلکي افرادو او امکاناتو ته اړتيا ده .
دغه راز په دغو مراسمو کې د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت دفرهنګي ميراثونو آمر سليمان احمدي ، دآسيا دجنوب دټولنې رييس عمراخان مسعودي او د کابل پوهنتون استاد پوهاند عزيزاحمد پنجشيري په خپلو خبرو کې دفرهنګي ميراثونو ساتنې ته پاملرنه دهيواد دټولو خلکو دندې وبللې او ددغه شان پروګرامونو جوړول يې دبرخه والو مسلکي پوهې دکچې په لوړولو کې ارزښتناک وبلل.
په دې روزنيز کورس کې دهيواد په مرکز او ولايتونو کې داطلاعاتو او فرهنګ وزارت دفرهنګي ميراثونو دساتنې د آمريت مسوولينو ګډون کړې وو .
په دې روزنيز پروګرام کې چې څلور مياشتې يې دوام وکړ دلرغون پوهنې ، دافغانستان دعمومي ( اتنوګرافۍ دافغانستان دعمومي تاريخ ، د فرهنګي ميراثونو د ساتنې په برخه کې دتحقيق د ازښت ،موزيم دارۍ ، دنړيوالو کنوانسيونونو د تشريح او دکمپيوټر دزده کړې په اړوند لوست ورکړ شو.
دغه پروګرام داطلاعاتو او فرهنګ وزارت دفرهنګي ميراثونو دساتنې دآمريت
او دآسيا دجنوب د ټولنې په همکارۍ جوړ شوى و .
0 1 دقیقه لوستل