دفراه ښار دپوليسو ددريمې حوزې مرستيال ووژل شو
کابل باختردلړم دمياشتې ٣ :
دفراه ښار دپوليسو ددرېمې حوزې دمديريت مرستيال تيره شپه دناپيژندل شويو وسله والو کسانو له خوا ووژل شو.
يوه امنيتي مقام چې دنامه له اخيستلو څخه يې ډډه وکړه دباخترآژانس خبريال ته وويل : دفراه ښار دپوليسو ددريمې حوزې مرستيال څارمن اسدخان کله چې دموټر په واسطه دفراه ښار په مربوطاتو کې خپل کور ته روان و دوسله والو يرغلګرو له خوا پرې بريد وشو او ووژل شو.
دخبرځاى دڅرګندونوله مخې : ددغې وژنې اصلي علت تراوسه پورې معلوم نه دى او ددغې پيښې دعاملينو دپيژندلو او نيولو لپاره هلې ځلې دوام لري.