کابل / دليندې ٣مه / باختر :
دفراه امنيتي مسوولينو پرون فراه ښار ته څېرمه دامنيتي پوستې وکتل او ددغې پوستې دټينګښت لپاره لارښوونه وکړه .
دباختراژانس دسيمه ييز خبريال دخبرله مخې ، دفراه امنيه قوماندان ملا پاسوال فضل احمد سروري ، دملي امنيت رييس تورن جنرال عبدالصمدشمس او ددويمې پلې لوا قوماندان جنرال عبدالجلال جلال دپوستو له امنيتي منسوبانو سره دکتنې په وخت کې دهغوى دنه ستړي کېدونکي هلې ځلې څخه چې شپې او ورځې دفراه دخلکو دارامۍ په خاطر ترسره کوي مننه وکړه او دهغوى غوښتنو اووړانديزونو ته درسيدګي لپاره هم ژمنه وکړه .
ديادونې وړ ده چې زياتره پوستې دفراه ښار دامنيت دټينګښت په خاطر نوي جوړې شوې دي اودفراه په نورو سيمو کې دامنيتي پوستو دجوړولوکار هم دوام لري .
ختم_ عطاالله _ اکرم