امنیت

دفراه ولايت دپوهنې رياست دوه تنه کارکوونکي دوسله والو طالبانو له خوا وتښتول شول .

کابل باختر  دوږي  شپاړلسمه :
دفراه ولايت دپوهنې رياست دوه تنه کارکوونکي دوسله والو طالبانو دډلې له خوا وتښتول شول .
يرغلګرو نن دفراه ښار _ انار درې ولسوالۍ په لاره کې  دمسافرانو دسپرلۍ  کاروان ودراوه او له څلويښتو تنو سپرليو څخه يې دپوهنې دوه تنه کارکوونکي له ځان سره بوتلل .
دفراه ولايت يوه امنيتي مسوول دباختراژانس له خبريال سره  په اړيکه کې دوسله والو طالبانو له خوا ددغه ولايت دپوهنې رياست ددوو تنو کارکوونکو تښتول  کيدل تاييد کړل او ويې ويل چې دتښتول شويو کسانو دموندلو اوژغورنې لپاره هلې ځلې دوام لري .
ددغې پيښې يوشاهد وايي وسله والو طالبانو دپوهنې دغه دوه تنه کارکوونکي  په داسې حال کې چې وهل او ټکول يې له ځان سره نامعلوم ځاى ته بيول .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته