امنیت

دفراه دامنيه قوماندان مرستيال په يوه چاودنه کې مړ شو .

کابل باختر د وږي  دوه ويشتمه :
دفراه ولايت دامنيې قوماندانۍ  مرستيال له خپل يو ساتوونکي سره دبالابلوک په ولسوالۍ کې ديو ماين په چاودنه کې شهيد شو .
دفراه ولايت امنيه قوماندان  محمد رزاق يعقوبي  دباختراژانس خبريال ته وويل دغه پيښه نن له غرمې مخکې  هغه وخت وشوه چې دامنيې قوماندانۍ مرستيال حفيظ الله  له خپل يوه ساتوونکي سره هغه وخت چې درسمي دندې دسرته رسولو لپاره  دفراه دلومړي لمبر لويې لارې څخه دبالابلوک  ولسوالۍ دشمال سيمې ته روان و  موټر يې په سړک کې په ښخ کړى شوى ماين  وخوت . 
دخبرځاى د څرګندونو له مخې  په دې پيښه کې دامنېې  قوماندانۍ  مرستيال له خپل يوه ساتوونکي سره شهيد او پنحه نور پوليسان ټپيان شول خبرځاى زياته کړه دپيښې ټپيان دفراه ښار ملکي روغتون ته ليږدول شوي او د روغتون دمسوولينو  دڅرګندونو له مخې  ددريو تنو ټپيانو روغتيايي حالت خراب بلل شوى دى .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته