دفراه دامنيت دتامينولو لپاره د٣٥٠ کسيزه کنډک استول.

کابل – باختر دمرغومې ٢٠ :
دامن او عامه نظم د دريمې لوا دجنګي واحدونو يو کنډک دامنيت له تامينولو سره دمرستې لپاره دفراه ولايت ته واستول شول.
ددغه کنډک په ترکيب کې دعامه امن او نظم دپوليسو ٣٥٠ تنه ملکي منسوبين شامل دي چې په جنګي تجهيزاتو سره به په فراه ولايت کې له ځاى پرځاى کيدو وروسته دامنيت له تامينولو سره دمرستې په لاره کې هڅه او هاند وکړي.
پرون هم ددغې لوا دجنګي واحدونو يو کنډک دامنيت له تامينولو سره دمرستې لپاره دهلمند ولايت زيانمنو شويو سيموته استول شوى و.
ختم-شکريه-حامد
 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته