دفرانسي خبري اژانس خبط کړي دي

کابل باختر د تلي دويمه
  رسني دملتونو په پيوند کې  اساسي رول لري او همدغه رسني دي چې کله ناکله دملتونو ژورو تاريخي او فرهنګي پيوندونو ته زيان رسوي .  دفرانسې د اى  اف  پي  خبري اژانس په يو رپوټ کې په دغه شان خبط  لاس پوري کړي دي .
دغه اژانس  په يو رپوټ کې دواليانو دبدلونونو په اړوند ليکلي دي چې دافغانستان دولت داسې والي ګوښه کړي دي چې دليکوال په باور د لويديځ پلوي و، دغه شان قضاوت او دقضاوت په مستند ناسته  دورځپانه ليکونکو او اژانسونو کار نه دي .
ددغه خبر ليکوال يا په قصدي ډول  يا په تيروتنې  سره قضاوت کړي دي او په دغه شان خبط  سره يې غوښتي دي چې په افغانستان کې دعامه ذهنونو په مغشوشولو  لاس پوري کړي او دافغانستان او فرانسې دملتونو ترمنځ اړيکې چې ژوري او تاريخي جرړي لري زيانمني کړي .
په هرحال دافغانستان خلک په ژوره توګه دنوي افغانستان دجوړولو په لاره کې  دنړيوالې ټولنې له مرستو له امله مننه کوي او دغه مننه دوې مانا نه لري  چې کوم خبريال دي په خبط باندې  رپوټ وليکې او دافغانستان خلک دپيوستون له تګلوري او د معاصري نړۍ  او دسترو اقتصادي  قدرتونو لرونکو  هيوادونو له تمدن سره له حرکت څخه واړوي .
دافغانستان  دملت سياسي پوهه اوس هغه  ځاى  ته رسيدلې ده  چې کولي شي دښه اوبد ترمنځ  سم قضاوت وکړي او له دغه شان اوازو څخه حقيقت ترلاسه کړي .
دخلکو په باور ددغه مطلب  ليکوال ددي تر څنګ چې ټول اخلاقي موازين يې  يوي خواته پريښي دي او په ډاګه  يې په تور لاس پوري  کړي دي او غوښتي ېې دي چې دافغانستان دخلکو ددښمنانو په ژرندي  اوبه زياتي کړي  ځکه تروريستان ، القاعده او دهغوى ملاتړي غواړي دافغانستان او دنړيوالې ټولنې ترمنځ اړيکې ترينګلي  کړي او خپلې ګټې  پکې تعقيب کړي .
  دافغانستان خلک ليکوال ته هم په همدي سترګه  ګوري  او طرحه کوي يې چې  غوښتي دي چې له قلم څخه دافغانستان دخلکو په ګټه کار واخلي
دافغانستان اسلامي جمهوريت دخپلواکې او دځمکني  بشپړتيا خاوند هيواد دى واکمني يې دهغه دخلکو دارادي تمثيلووونکې ده نه يو اويا بل هيواد .
په همدې دليل ددغه رپوټ ليکوال په ستر خبط  لاس پوري کړي دي او بايد ددغو اوتو بوتو  په خاطر دافغانستان له ملت اونظام  څخه بخښنه وغواړي ځکه دغه شان تور لګول هيڅ افغان ته نه ښايي .
 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته