دفاع وزارت: په لغمان کې د قومندانانو په ګډون ۱۱۰ طالبانو ته مرګ ژوبله واوښته

کابل/ د غبرګولي ۳ مه/ باختر
ملي دفاع وزارت وايي چې د لغمان په مرکز، الیشنک او الینګار ولسوالیو کې د ګډو افغان ځواکونو د عملیاتو پر مهال د مهمو قومندانانو په ګډون ۱۱۰ وسله والو طالبانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
له ملي دفاع وزارت څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شوي چې تېره شپه افغان ځواکونو د لغمان په بېلابېلو سیمو کې عملیات پیل کړي دي.
سرچینه زیاتوي چې په عملیاتو کې د مهمو قوماندانانو په ګډون ۵۰ طالبان وژل شوي او ۶۰ نور یې ټپيان شوي دي.
طالبانو په دې اړه څه نه دي ویلي.
وصال

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته