ټولنه

دفاضلاب دتصفيه خانې دغير متمرکز سيستم دسروې او ډيزاين دپروژې دسندونو دسپارلو تفاهيم ليک لاسليک شو .

کابل باختر د زمري اتمه :
دفاضلاب  دتصفيه خانې  دغير متمرکز سيستم دسروې او ډيزاين  دپروژې دسندونودسپارلو تفاهم ليک  نن داطلاعاتو اوفرهنګ او دمخابراتو او معلوماتي تکنالوژي  دوزارتونو ، پښتني بانک او دسپين زر هوټل ترمنځ لاسليک شو .
دباختراژانس دخبريال دخبرله مخې، ددغه تفاهم ليک  دلاسليک کوله په مراسمو کې   داوبو رسولو او کاناليزاسيون  شرکت لوى رييس  انجنير حميد الله  يلاني تر ځمکې لاندې او بو دکچې دټيتوالې  او دتر ځمکې  لاندې اوبو دککړتيا  له امله دانديښنې  په څرګندولو سره دفاضلاب د تصفيه خونو د جوړولو داهميت  او د ککړتيا  دکچې په ټيټوالې  کې د هغو د رول په باب خبرې وکړې  او زياته يې کړه  له تر ځمکې لاندې  اوبو څخه به خپل سر او غير تخنيکي کار اخستل دجذبي او دوديز و څاګانو کيدل او دفاضلاب  دسيستمونو نشتوالي  تر ځمکې لاندې اوبو دکچې د ټيټوالې او دککړتيا عوامل بلل کېږي .
  يلاني دغه ر از وويل  چې دغه رياست په دې بريالي شوى دى چې داته ويشتو وزارتونو او دپنځو خپلواکو ادارو لپاره دفاضل اب دغير  متمرکزو تصفيه خونو سيستم سروې او ډيزاين کړي چې له دې جملې څخه دشپږو وزارتونو او دخپلواکو ادارو دپروژې سندونه په رسمي ډول سپارل شوي دي .
ده دخپلو خبرو په دوام دکابل ښار  دفاضل اب  دماستر پلان دجوړولو خبرورکړ او زياته يې کړه  ( په ډير لنډ ممکن وخت کې دکابل ښار دفاضل اب  دماستر پلان دجوړولو دمطالعاتو عملي کار به چې ددرې اعشاريه څلورو مليونو ډالرو په ټول لګښت   چې  دوه اعشاريه څلور مليونه ډالره  يې دالمان هېواد له خوا اويومليون ډالر يې دافغانستان دحکومت له لورې  ورکول کېږي پيل شي .
  داطلاعاتو اوفرهنګ وزارت مالي او اداري معينې پوهنيارې  سيدې مژګان مصطفوي  په دغو مراسمو کې خبرې وکړې او ويې ويل چې دا زما لپاره يوه ډيره ستره لاس ته راوړنه ده چې داطلاعاتو اوفرهنګ و زارت ددريو کميټو غړيتوب لري  دژوندانه دچاپيريال  ملي کميټه دجمهور رييس په حکم ، دوزيرانو  شورا دژوندانه دچاپيريال کميټه او داقليم دبدلون  ملي کميټه .
دې څرګنده کړه ښايي افغانستان په نړۍ کې  يواځنى هېواد وي  چې پايتخت يې کاناليزاسيون نه لري .
په دغه شان حالت کې په مسلمه توګه تر ځمکې لاندې اوبه ککړيږي . داطلاعاتو اوفرهنګ وزارت له اوبو څخه د معقولې استفادې په خاطر تبليغاتي  پروګرام ترلاس لاندې نيولى دى چې خلک داوبو دکمښت دناوړو عواقبو خبرشي  او داچې دککړو اوبو کارول خلکو ته کوم مصيبت رامنځته  کوي .
پوهنيارې   مصطفوي  دغه راز وويل چې دژوندانه دچاپيريال دملي کميټې له لارې   ولايتونوته ليکونه  لېږل شوى دى چې  دفاضل اب دپروژو سروې او ډيزاين بشپړ کړي .
دې وويل زموږ کار  يواځې دکابل په کچه نه دى بلکې ټول ولايتونه رانغاړي .
په دغو مراسمو کې دمخابراتو او معلوماتي تکنالوژي او دماليې دوزارتونو مالي او اداري معينيانو او دسپين زر هوټل  او دپښتني بانک استازو هم خبرې وکړې .
  ختم+_ ف _ اکرم

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته