کابل باختر د چنګاښ لسمه :
اووه تنه وسله وال طالبان په فارياب ولايت کې دنويو نښتو په بهير کې ووژل شول . په دغو طالبانو نن له غرمې مخکې کله يې چې ديولړ ډار اچوونکو پيښو درامنځته کولو نيت درلود دقيصار ولسوالۍ بازار ته څيرمه بريد وشو .
په فارياب ولايت کې دسيمه ئيزو پوليسو يو قوماندان باختراژانس ته وويل چې په دې نښته کې اووه تنه وسله وال طالبان ووژل شول .
ده وويل طالبانو غوښتل چې په يولړ ډار اچوونکو پيښو لاس پورې کړي چې دقيصار ولسوالۍ بازار ته څيرمه په داسې حال کې چې په موټرسايکل سپاره و بريد پرې وشو او ووژل شول .
0 د یوې دقیقې څخه لږ