دفارياب ولايت داطلاعاتو اوفرهنګ رياست دځوانانو آمريت دنوى ودانۍ دبنسټ ډبره کيښودل شوه
کابل باختردتلي دمياشتې ١٣ :
دفارياب ولايت داطلاعاتو اوفرهنګ رياست دځوانانو آمريت دنوى ودانۍ دجوړولوکار ددغه ولايت دوالي له خوا پيل شو .
دغه ودانۍ داطلاعاتو اوفرهنګ رياست په انګړ کې ديوسلو څلور پنځوس متر مربع ځمکې په ساحه کې دپنځه مليونو افغانيو په لګښت جوړيږي .
دفارياب والي ډاکترمحمدالله بتاش وويل :دغه ودانۍ په دوو پوړونو کې جوړيږي چې شپږاداري خونې ، دکنفرانس سالون اونور ضروري ملحقات پکې پام کې نيول شوي دي.
ده څرگنده کړه چې ددغې ودانۍ په جوړولو سره به دځاى د کمښت له پلوه ددغه ولايت داطلاعاتو اوفرهنګ رياست دځوانانو دامريت ستونزې لري شي .