امنیت

دفارياب د ولايتي شورا دسولې دکميټې د رييس مړى پيدا شو.

کابل – باختر دمرغومې دمياشتې ٢١
دفارياب دولايتي شورا دسولې دکميټې د رييس مړى  پرون ترلاسه  شو.
دميمنې ښار د دويمې امنيتي حوزې آمر نظرمحمد باختر آژانس ته وويل : دفارياب د ولايتي شورا دسولې دکميټې رييس مولوى اسد الله جمالي چې درې مياشتې مخکې له ميمنې ښار څخه تښتول شوى و ،  وژل شوى او مړى يې پرون دميمنې ښار دڅلورمې ناحيې په خواجه پايتخت سيمه کې ترلاسه شو .
دقضيې په اړوند څوک نه دي نيول  شوي او په دې باب دپوليسو تحقيقات پيل شوي دي  .
ددغې انسان تښتونې علت معلوم نه دى او پوليس پيښه  څيړى.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته