امنیت

دفارياب دکوهستان ولسوالۍ بيرته دولتي ځواکونو ونيوله .

کابل باختر د وږي  دريمه :
دفارياب ولايت دکوهستان ولسوالۍ پرون  بيا  دولتي ځواکونو ونيوله .
دځانګړو عملياتو دقول اردو مطبوعاتي مسوول  ډګرمن عبدالقيوم نورستاني باختراژانس ته وويل  چې دغه ولسوالۍ د کوماندو ځواکونو په ګډو عملياتو او د هوايي ځواکونو په ملاتړ  بيرته  پوځيانو ونيوله .
   ده زياته کړه په دغو عملياتو کې ديرش تنه مخالفين هم وژل شوي دي . چې په وژل شويو کسانو کې دوسله والو مخالفينو دوه تنه مشهور قوماندانان ملا نقيب  الله او ملا نجيب  هم شامل دي . او يوشمير نور وسله وال مخالفين ټپيان شوي دي .   ختم_ ج _ اکرم

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته