امنیت

دفارياب دپوليسو دوه تنه مسوولين دماين په چاودنه کې ووژل شول

کابل باختر دمرغومي دمياشتې ٢٦ :
دفارياب ولايت  دوه تنه امنيتي مسوولين  دماين دچاودنې له امله  ووژل شول
دالمارولسوالۍامنيه قوماندان سيداسلم زيارتي او ددغې قوماندانۍ  دجنايي جرمونو پرخلاف دمبارزې مدير جان محمد پرون ماښام  دماين د چاودنې له امله  ووژل شول.
دغه  دوه تنه   امنيتي مسوولين  د امنيتي حالاتو د  څيړنې په   مقصد  د المار
ولسوالۍ  دبخاري قلعه کلي ته تللي وو چي دبيرته ستنيدو په وخت کې  ددوى
دسپرلۍ موټر په ماين وخوت   .
دفارياب ولايت يوه امنيتي مسوول  له باخترآژانس سره په اړيکه کې  دماين دچاودنې له امله دالمار ولسوالۍ دامنيه قوماندان او ددغې ولسوالۍ  دجنايي جرمونو پرخلاف دمبارزې دمدير  وژل کيدل تائيد کړل او ويې ويل :  چې په دې پيښه کې  يو سرتيرى هم ټپي شوى دى .
ده وسله وال طالبان ددغه ماين ښخولو مسوول وبلل  او ويې ويل  چې  ددغې پيښې د عاملينو د پيژندولو او نيولو لپاره هلې ځلې پيل شوي  دي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته