دفارياب دغورځنګ غړو زده کړې ته دځوانانوپه هڅونه کې دستر جنرال عبدالرشيد دوستم رول فوق العاده وباله

کابل باختردلړم دمياشتې ٩ :
دجمهوري رياست لومړي مرستيال اوسرپرست  ستر جنرال عبدالرشيددوستم تير ماښام  دځينو ميرمنو او نجونوپه ګډون دفارياب ولايت  دځوانانو دغورځنګ  له يوشمير غړو سره دصدارت دګلخانې په ماڼۍ کې وکتل او له هغوى سره يې دهېواد داوسني حالت  اودسولې دلرليد  اودخلکو او هېواد په وړاندې دځوانانو ددندو په باب خبرې وکړې .
دجمهوري رياست مطبوعاتي دفتر باخترآژانس ته خبر  ورکړ :
په دې  کتنه کې  څو تنو برخه والو ځوانانو دفارياب ولايت دځوانانوپه استازيتوب  خبرې وکړې  او دعلومو زده کړې  او دفرهنګي کارونو دوام ته  دځوانانوپه هڅونه کې يې دستر جنرال عبدالرشيد دوستم رول  فوق العاده  وباله .
دوى دغه راز  ستر جنرال عبدالرشيد دوستم ته په خطاب کې وويل  چې تاسو  دښځو دغورځنګ په وده اودهغوى دحقوقو په دفاع کې هم ارزښتناک خدمتونه کړي دي چې دفارياب دځوانانو دغورځنګ غړي  هغو ته دقدر په سترګه ګوري.
دوى دغه راز بورسونو ته  دفارياب  دځوانانو په استولو کې  دلوړو زده کړو  وزارت له خوا دعدالت دتامينولو او هغو ځوانانو ته  چې دکانکور له لارې  پوهنتونونو ته لاره پيدا کوي  دزياتې ونډې  د ورکولو  او دغه راز په دغه ولايت کې  دپوهنتونونو  او دزده کړې دمرکزونو  دزياتوالې غوښتنه وکړه .
وروسته  دجمهوري  رياست لومړي مرستيال او سرپرست دفارياب دځوانانو ستونزې  دغور وړ ستونزې وبللې او زياته يې کړه   تاسو ته سپارښتنه  کوم  چې له بل هر وخت څخه زيات دزده کړې او تحصيل په برخه کې  هلې ځلې وکړئ  چې وکولاى شئ  دعلم او تخصص خاوندان شئ  او خپل هېواد او خلکو ته ارزښتناک خدمتونه ترسره کړۍ .
سترجنرال عبدالرشيد دوستم دغه راز وويل :  زه  دخلکو او ځوانانو ترمنځ دفرهنګي کار په  اهميت او  ارزښت پوه شوى  وم  او له همدې امله مې ددې کار  دتحقق لپاره دځوانانو دزده کړې لپاره د تعليمي  او روزنيزو مرکزونو او دپوهنتونونو  اودآينه ټلويزيون په جوړولو لاس پورې کړ  چې زموږ په هېواد کې لومړنۍ خصوصي ټلويزيون دى .
دجمهوري  رياست لومړي مرستيال او سرپرست  له  ځوانانوسره ژمنه وکړه چې  دزده کړې او تحصيل په   لاره کې به له تاسو سره  له هيڅ  راز مرستې  څخه  ډډه ونه کړم .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته