دفارياب دسوداګرى دخونې رياست ته ودانۍ جوړيږي.

ميمنه   باختر د وږي دمياشتې ٢٤
دفارياب ولايت دسوداګرۍ دخونې درياست د ودانۍ دجوړولو کار نن پيل شو.
دفارياب ولايت دسوداګرۍ دخونې رييس محمدحسين دوست باختر آژانس ته وويل:-  دغه ودانۍ دافغانستان دسوداګرۍ دخونې دلوي رياست له بودجې څخه دڅه پاسه څوارلسو ميلونو افغانيو په لګښت دڅلورسوه متره مربع ځمکې په ساحه کې په  دريو  پوړونو کې په  يوکال کې جوړيږي چې پنځه ديرش خونې ،  د کنفرانس سالون  او نور ضروري ملحقات پکې په پام کې نيول شوي دي .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته