کابل – باختر دتلې دمياشتې ٧
دفارياب ولايت امنيه قوماندان پرون له يو ناوړه قصد څخه روغ رمټ پاتې شو .
ددغه امنيتي مسوول د سپرلۍ په موټر دفارياب ولايت ديکه توت په سيمه کې دماين چاودنه وشوه خو په دې پيښه کې ده ته زيان نه دى رسيدلى .
دفارياب ولايت يو امنيتي مسوول چې ويې نه غوښتل نوم يې واخستل شي باختر آژانس ته وويل : په دې چاودنه کې دامنيه قوماندان نبي جان ملاخيل موټر چلونکې شهيد او دهغه څلور تنه ساتونکې ټپيان شوي دي .
دا په داسې حال کې ده چې دفارياب ولايت دامنيې قوماندانۍ ويندوى جاويد بيدار د دغې پيښې په باب بې خبرې څرګنده کړه.
0 د یوې دقیقې څخه لږ