امنیت

دغير مسوولو وسله والو کسانو ترمنځ جګړه.

کابل – باختر د تلې دمياشتې ٤
دفارياب ولايت يو ځل بيا دغير مسوولو وسله والو کسانو ترمنځ دجګړې ډګرو.
دغه جګړه په پښتون کوټ ولسوالۍ دجنبش او جمعيت ګوندونو دافرادو ترمنځ ونښته .
دفارياب ولايت يو سيمه ييز خبرځاى باختر آژانس ته وويل :په دې جګړه کې يو تن وژل شوى او دسيمې دملکي وګړو په ګډون نهه تنه نور ټپيان شوي دي.
تراوسه پورې ددغو جګړو انګيزه روښانه نه ده .
دجمعيت او جنبش دګوندونو مشرانو تراوسه څه نه دي ويلي دغه راز درې تنه ملکي وګړې په فارياب ولايت کې د طالبانو په ډزو کې ووژل شول.
دفارياب ولايت يوه امنيتي مقام ددغه خبر دتاييدولو په ترڅ کې باختر آژانس ته وويل: يرغلګر دقيصار په ولسوالۍ کې دملکي وګړو دسپرلۍ په کاروان ډزې وکړې.

 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته