دغير قانوني سيمکارتونو او مبتذلو فلمونو دپلورنې دمخنيوى په خاطر عمليات پيل شول
کابل – باختر دلړم دويمه
دغير قانوني سيمکارتونو او مبتذلو فلمونو دپلورنې دمخنيوى په خاطر عمليات پيل شول.
دجنايي جرمونو پرخلاف دمبارزې دلوي رياست دکشف او څارنې درياست منسوبينو پرون په کابل کې دبې راجستره سيکارتونو او دمبتذلو فلمونو دپلورنې په اړوند نولس تنه ونيول.
دکورنيو چارو وزارت مطبوعاتي دفتر باختر آژانس ته خبرورکړ د کورنيو چارو وزارت دجنايي جرمونو پرخلاف دمبارزې دلوى رياست دکشف او څارنې درياست منسوبينو دکابل ښار دخلکو دشکايتونو او دولسي جرګې نه راجستر شويو سيمکارتونو او دمبتذلو فلمونو دپلورنې دمخنيوى په مقصد دمخابراتو له وزارت سره په همکاري کې دکابل ښار په مربوطاتو کې جلاجلا عمليات ترسره کړل او يوزرو څلور سوه څلور پنځوس سيمکارتونه چې راجستر شوي نه وو او اته سوه پنځوس مبتذل فلمونه کشف او ضبطه کړل .
دکابل پوليسوددغو پيښو په اړوند نولس تنه نيولې دي او دزياتې څيړنې په مقصد يې دځانګړو جرمونو دڅيړنې رياست ته يې معرفي کړي دي.
ديادونې وړده چې دغه بهير دوام لري او دکابل پوليس دکابل له ټولو هټيوالو څخه په جدي توګه غوښتنه کوي چې ددغه شان غيرقانوني او مبتذلو وسايلو له پلورنې او پيرودنې څخه ډډه وکړي له دې پرته مالونه يې ضبطيږي.