امنیت

دغوڅ ملاتړ درې تنه پوځيان په پروان کې ټپيان شول

 کابل باختر دتلي  شپږ ويشتمه :
  په پروان ولايت کې پرون دځانمرګي بريدله امله دوه تنه ووژل شول او دغوڅ ملاتړ ددريو تنو پوځيانو په ګډون پنځه تنه نور ټپيان شول .
په پروان ولايت کې د همغږۍ  دمرکز قوماندان ډګروال انوري احمدي باختراژانس ته وويل چې دغوڅ ملاتړ دځواکونو دګزمې کاروان د دغه ولايت د بګرام ولسوالۍ کې ديوه ځانمرګي  بريد ګر چې په يوه موټر سپور و هدف وګرځيد چې له امله يې دوه تنه ملکي وګړي ووژل شول او دغوڅ ملاتړ ددريو تنو پوځيانو په ګډون پنځه تنه نور ټپيان شول .
  په دې پيښه کې دبهرنيو  يوه زغره واله واسطه هم ويجاړ ه شوه او دوه ښځې هم  ددغې پيښې په ټپيانو کې شاملې دي .
  ختم_ ف _ اکرم

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته