کابل / دلړم ١٩مه / باختر :
په دولت يار ولسوالۍ کې دغور – کابل په لويه لاره کې دپوځيانو چاڼيز عمليات دوام لري او زياتې ساحې دطالبانو له شتون څخه پاکې شوې .
دغور دامنيې قوماندانۍ وياند سميع نژاد باختراژانس ته وويل چې په دغه لويه لاره کې له وسله والو غلو څخه دمسافرانو په شکايتونو سره پوځيانو دطالبانو له شتون څخه ددغې لارې په پاکولو اقدام کړى دى چې په لومړيو عملياتوکې يوشمېر زيات طالبان ووژل شول اويوشمېر نوري ساحې دطالبانو له شتون څخه پاکې شوې .
هغه وويل چې دطالبانو له شتون څخه به ددغې لارې تربشپړ پاکولو پورې عمليات دوام مومي .
ختم_ عطاالله_ اکرم
0 د یوې دقیقې څخه لږ