روغتیا

دغور پوهنتون ٢٣محصلان په کرونا ويروس اخته شول

فيروزه کوه / د وږي ٢٣مه / باختر د غور روغتيايي مسوولان وايي د دغه ولايت د پوهنتون د ٢٣محصلانو د مشکوکو پېښو نتيجې مثبتې ثابتې شوې. د غور د عامې روغتيا رييس جمعه ګل يعقوبي رسنيو ته وويل په کرونا ويروس د دغه ولايت د٦٣ مشکوکومحصلانو له جملې څخه ٢٣ يې مثبتې ثابتې شوې. دغه محصلان چې عمرونه يې له ١٨څخه تر ٢٥ کلونو پورې دي ، قرنطين شول يعقوبي وايي په غور پوهنتون کې د حضوري لوست له پيل څخه څو ځلې له دغه تحصيلي بنسټ څخه څارنه يې کړې او روغتيايي لارښوونې يې له محصلانو سره شريکې کړي دي. د غور پوهنتون سرپرست سيدشيراقا هاشمي وايي سره له دې چې محصلانو روغتيايي لارښوونې په پام کې نيولې ، بيا هم په کرونا ويروس اخته شول. د غور د عامې روغتيا رياست مسوولانو په خبره په دغه ولايت کې د کرونا ويرس له پيل څخه تراوسه پورې څه دپاسه پنځه سوه کسان په کرونا ويروس اخته شوي او ١١ کسان مړه شوي دي . د هېواد په کچه په کرونا ويروس د اخته کسانو شمير٣٨زره ٦٤١ ته رسيدلى دى. پاى ذ

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته