امنیت

دغور په مسافرانو دډزو عامل په هرات کې ونيول شول .

کابل /دلړم ١٥مه / باختر :
په غور کې  په يوشمېر مسافرانو دډزو عامل  په هرات ښار کې دملي امنيت دځانګړو ځواکونو  په عملياتو کې  ونيول شو .
په شيخ عمر مشهور  ملا فقير احمد  اودهغه په افرادو  دغور په لويه لاره کې په يوې ډلې مسافرانو دډزو  تور لګول شوى دى .
درې کاله مخکې  په غور کې په  يوه مسافر وړونکى بس موټر ديوې ډلې وسله والو يرغلګرو په بريد کې  دښځو اوماشومانو په ګډون  ١٦ تنه  ووژل شول .
په  قربانيانو کې يوه  ښځه او  يو ځوان  چې  نوې يې  واده کړى و ، هم شامل و .
ددغې پېښې  يوه ژغورل شوې  رسنيو ته وويل چې يرغلګرو ديوشمېر مسافرانو  دپيسو او قيمتي مالونو  له اخستلو وروسته  په يوشمېر  کسانو  ډزې وکړې  او وې وژل .
  له بلې خوا هم  يوکال مخکې  يوشمېر وسله والو  يرغلګرو په ورته بريد کې  شپږ تنه مسافران  په ډزو سره ووژل شول .
  په غور کې يوه امنيتي مقام باختراژانس ته وويل چې دغه ټولې وژنې  دملا فقير احمد او دهغه دافرادو  په واسطه  شوي دي .
هغه  دطالبانو په ګډون  له ډار اچوونکو ډلو سره هم اړيکې لرلې .
هغه وويل چې دملا فقير احمد او دهغه دافرادو په لاس زياتره قربانيان  دافغانستان  له  هزاره  هېوادوالو څخه و .
  په همدې حال کې  دقربانيانو کورنى  له حکومت څخه غواړي چې ملا فقير احمد اعدام کړي . ختم_شکريه  _ اکرم

 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته