دغور ولايت د چارسدې پخوانۍ ولسوال ووژل شو .
کابل دوري٢٤ باختر
دغور ولايت د چار سدې ولسوالۍ پخوانۍ ولسوال پرون دطالبانو له خوا ووژل شو
دغور د والي ويندوى عبدالحى خطيبي باختر اژانس ته وويل، دچار سدې ولسوالۍ پخوانۍ ولسوال نجيب الله ددغې ولسوالۍ په جوزغ کلي کې له يو ساتوونکي سره يې ووژل شو.
خطيبي وويل، نجيب الله اوس کومه رسمي دنده نه لرله او دده دوژنې علت تر او سه پورې نه دى په ډاګه شوى او پو ليسو دپيښې په اړوند دوه ته نيولي دي خود غور د ولايتي شورارئيس فضل الحق احسان وويل چې نجيب الله دشخصي اختلافو نو په دليل وژل شوى دى .