سیاست

دغور ولايت د دولتي ادارو رييسانو د خپلوکړنو رپوټونه رسنيو او خلکوته وړاندې کړل

کابل باختر دسلواغي  شپږمه
دغور ولايت د دولتي ادارو رييسانو نن دخپلو يو کلنوکړنو رپوټونه د دغه ولايت خلکو او رسنيو ته وړاندې کړل.
د باخترآژانس د خبر له مخې: دغور ولايت د دولتي ادارو رييسانو دهغې غونډې په ترڅ کې چې د ولايت دمقام دکنفرانسونو په سالون کې يې لرله؛ دخپلو فعاليتونو،  چلنجونو ، مالي چارو او د هغوى د لګولو دڅرنګوالي رپوټونه رسنيو او خلکو ته وړاندې کړل .
د غوروالي سيد انور رحمتي ددغه ولايت له سيمه ئيزو ادارو سره دخلکو، رسنيو او د مدني ټولنې د بنسټونو د ملاتړ له امله قدرداني وکړه او ويې ويل چې د تيرکال په بهيرکې له يو لړ ستونزو سره مخامخ وو.
ده په لنډه توګه د امنيت د تامينولو په لاره کې د غور ولايت د امنيې قوماندانۍ د پوليسو دملي امنيت درياست  او دنظم او عامه امن دکندک دمنسوبينودفعاليتونو يادونه وکړه .
دغور والي په پارلمان کې د خلکو د وکيلانو د معنوي ملاتړ چې د دغه ولايت د سيمه ئيزې ادارې او د پروژو د تطبيق په برخه کې يې کړى دى؛ يادونه وکړه او د دولتي ادارو د رييسانو رپوټ ورکول يې د اداري فساد په مخنيوي او دکارکوونکو د کاري ظرفيتونو په لوړولوکې يومثبت ګام وباله.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته