دغور مسوولين دهوا د ککړتيا دکمښت لپاره هلې ځلې کوي .

-کابل باختر د وري  اتمه :
دغور ولايت  دسيمه ئيزې ادارې  مسوولين  هلې ځلې کوي  چې په دغه ولايت کې  دهوا ککړتيا کمه کړي .
  دغور دوالي وياند  عبدالحي خطيبي دباختراژانس سيمه ئيز خبريال ته وويل چې دغور ولايت سيمه ئيزه اداره هلې ځلې کوي چې په روان کال کې دټولنيزو پروګرامونو او په دغه ولايت کې دنيالګيو دايښودلو د بنسټيز کولو له لارې  دژوندانه دچاپيريال ساتنې  دهوا ککړتيا کمه کړې .
  خطيبي زياته کړه چې دغه اداره په پام کې لري  دکرنې اوبولګولو او مالدارۍ درياست په همکارى  د ٢٥٠ زرو  نيالګيو دايښودلو له لارې  په فيروز کوه ښار کې  دژوندانه دچاپيريال ساتنې دککړتيا مخه ونيسي .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته