کابل باختر دتلي اته ويشتمه :
دفارياب ولايت دغورماچ ولسوالۍ دبيرته نيولو لپاره دامنيتي ځواکونو ځمکني او هوايي عمليات پيل شوي دي .
دولتي ځواکونو دغورماچ له ولسوالۍ څخه دطالبانو دشړلو او په شاتمبولو په مقصد عمليات پيل کړي دي .
وسله والو طالبانو درې ورځې مخکې په غلجکي بريدکې دغورماچ ولسوالۍ ونيوله خو امنيتي ځواکونه دولسوالۍ په شاوخوا کې ځاى پرحاى شول او له طالبانو سره يې په نښتې لاس پورې کړ چې هغوى ته يې دسردرانده زيانونه واړول
په فارياب کې دملي اردو دميشتو قوتونو وياند جګړن محمد رضا رضايي باختراژانس ته وويل چې دچارشنبې تيپې په سيمه کې عمليات دوام لري خو طالبانو له خوا دماينونو دښخولو له امله دواټونو تړلتيا ددې سبب شوې ده چې عمليات کرار کرا پرمخ لاړشي .
ويل کيږي چې دماين پاکولو ټيمونه هلې ځلې کوي چې دماينونو په شنډولو سره دقوتونو دپرمختګ لپاره شرايط برابر کړي .
همدا اوس په قيصار کې دملي اردو دقرارګاه دقوتونو له خوا او دجنرال دوستم دځواکونوله خوا په قيصار کې دطالبانو په وړاندې جګړه دوام لري او امنيتي ځواکونه دغورماچ په لور دپرمختګ په حال کې دي .
1 1 دقیقه لوستل