نړۍ

دغزې په تړانګې د اسرائيلو نوى بريد

دغزې ښارډي ډان   باختردوږي دمياشتې  ١  :
دغزې په تړانګې نن داسرائيلو دهوايي بريد له امله څه ناڅه درې تنه فلسطينيان ووژل شول.
دفلسطين دبيړيو حالاتو دادارې دويندوى دڅرګندونوله مخې: دغه درې تنه  دنصرت  کمپ په يو کور کې وژل شوي اوپنځه تنه نور يې ټپيان شوي دي.
داسرائيلو او حماس ترمنځ   په شپږ اوونيزه جګړه کې  دسه شنبې په ورځ دمصر په منځګړيتوب داوربند خبرې ناکامې شوې.
دروان کال  په اوولسمه نيټه  داسرائيلواو فلسطين ترمنځ  دجګړې له پيل څخه تراوسه پورې  دوه زره پنځه نوي تنه فلسطينيان او اته شپيته تنه اسرائيليان وژل شوي دي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته