دغزني په مرکز کې سلګونو زده کوونکو ته د درسي مناسبه فضا برابره شوه
کابل / د چنګاښ١٢مه / باختر
په غزني کې د يو ښوونځي تاسيساتو په جوړېدو سره سګونو زده کوونکو ته د لومړي ځل لپاره د لوست مناسبه فضا برابره شوه.
دغو زده کوونکو د درسي ټولګيو د نشتوالې له پلوه ترخيمولاندې او يا آزادې فضا کې زده کړې کولې.
د کليو د بيا رغاونې اوپراختيا وزارت د يوې خبرپاڼې په خپرولو سره وايي په غزني ښارکې د سخي آباد کلي نوي ښوونځي تاسيسات ١٢ درسي خوني لري چې په يوه وخت کې کولاى شي ٣ سوه زده کوونکي تر پوښښ لاندې ونيسي .
زده کوونکي له دې امله چې د درسي ټولګيو خاوندان کېږي خوشحال دي.
\ ذ