کابل باختر دتلي پنځه ويشتمه :
دغزني ولايت په قره باغ ولسوالۍ کې ددووموټرو دټکر له امله زموږ پنځه تنه هېوادوال شهيدان شول
دغزني ولايت دترافيکو مدير محمد الله احمدي دباختراژانس خبريال ته وويل دغه پيښه نن سهار په قره باغ ولسوالۍ کې رامنځته شوه. دغه پيښه ددوو کرولا او باروړونکو موټرونو دټکر زيږنده وه چې دکرولا موټر پنځه تنه سپرلۍ شهيدانې او درې تنه نور سختې ټپيانې شوې .
ويل کيږي چې ددغې پيښې په شهيدانو کې درې ښځې او يو ماشوم شته .
0 د یوې دقیقې څخه لږ