کابل باختر دوږي دريمه
دغزني پخواني والي چې دطالبانو پرخلاف ددغه ولايت دپاڅون کوونکو يو مشر هم بلل کيږي ، په يو تروريستي بريد کې ټپي شو
په فيضان الله فيضان کله چې په غزني ښار کې يو بازار ته روان و ديو يرغلګر طالب له خوا بريد وشو او په پښه او سرکي ټپي شو .
ويل کيږي چې دغه سړي ځانمرګي بريد کوونکي و او مخکې له دې چې ځان وچوي ، دغزني په پخواني والي ډزې کړي دي .
دغه پيښه نن له غرمې مخکې دلسو بجو په شاوخوا کي د ٢٠٣ تندر قول اردو ددريمي لوا د دروازي په وړاندې رامنځته شوې ده .
دغزني دوالي مرستيال محمد علي احمدي باختر اژانس ته وويل چې دفيضان الله فيضان ټپونه ژور نه دى .
دغزني دوالي دمرستيال دڅرګندونو له مخې يرغلګر دملي امنيت دځواکونو له خوانيول شوي دي .
فيضان الله فيضان پخوا دغزني والي و خو اوس دوسله والو طالبانو پرخلاف د اندړو ولسوالۍ دخلکو دپاڅون کوونکو يو مشر دى
په همدي حال کې په غزني کي دناټو دځواکونو په يو روغتيايي مرکز کې ډاکتران وايي چې دښاغلي فيضان روغتيايي حالت مخ په ښه والې دي .