دغزني ولايت مشورتي ټولنې له محمدکيم خليلي سره وکتل.
کابل باختر دثور٣
دغزني ولايت مشورتي ټولنې نن له غرمي مخکې دجمهوررئيس له مرستيال محمدکريم خليلي سره وکتل او خبرې يې ورسره و کړې .
د جمهوري رياست مطبوعاتي دفتر باختراژانس ته خبر ورکړ .
په دې کتنه کې چې په ملي شورا کې دغزني د خلکو يوشمير استا زو هم ګډون کړي و ، د کتنې برخه والو ددغه ولايت دخلکو دځينو سيمه ييزو ستونزو په باب د جمهور رئيس مرستيال ته معلو مات ورکړل .
د کتنې برخه والو د اسلامي تمدن دفرهنګي مرکز په توګه دغزني ښارنومول يوستروياړ وباله اود نومولو د مراسمو دامنيت په تامينولو کې يې ددولت د امنيتي ځواکونو دهڅو اوهاند له امله قدرداني وکړه او په دې اړوند يې د علمي سيمينارونو په جوړولو باندې ټينګار وکړ.
دغزني مشورتي ټولنې ددغه ولايت په امنيتي ارګانونو کې دغوره اوخدمتګارو اشخاصو په ځاى پرځاى کولو باندې ټينګار وکړ اوڅرګنده يې کړه چې په ځينو مواردو کې دخلکو دغوښتنې او ارادې پرخلاف هغه کسان دغزني ولايت د اړوندو ولسوالۍ په امنيه قو ماندانيو ګومارل کيږي چې په پاى کې دخلکو اودولت ترمنځ د واټن دپيدا کولو سبب کيږي .
دغزني مشورتي ټولنې غړو له ولسوالۍ څخه ولايت ته د جاغوريو ولسوالۍ په لوړولو باندې دټينګار په ترڅ کې ، دهغو واټونو جوړول چې دغزني ښار د ناهور اوجاغوريو له ولسواليو سره نښلوي ،ددغه ولايت د خلکو مهمې اړتياوې وبللې اود قره باغ ،جاغوريو اود غزني _ ناهور دسړکونو دپخولو دپروژې په بشپړولو باندې ټينګاروکړ، دکتنې برخه والو د غزني ولايت د اړوندو ولسواليو په ادارو کې داړتيا وړ امکاناتو اود ولسواليو په کچه دښوونځيو د کمښت اوپه دې اړوند دشتو ستونزو دڅيړنې لپاره دپوهنې د مسوولينو د نه پاملرنې له ا مله شکايت وکړ اوپه دې برخه کې يې د اړوندو ارګانونو دپاملرنې غو ښتنه و کړه.
دغزني د مشورتي ټولنې غړو په غزني پوهنتون کې د امکاناتو دنشتوالي اوپه دغه پوهنتون کې د محصلانو په تيره بيا د نجونو محصلانو د امنيت دنشتوالي له ا مله هم انديښنه څرګنده کړه اودغه پوهنتون ته يې د مناسب ځاى د برابرولو غوښتنه وکړه .
ورپسې د جمهور رئيس مرستيال محمدکريم خليلى د خکو په محوريت سره د مدني مرکزونو جوړول دهيوادوالو دنظريو او غوښتنو دڅرګند ولو لپاره ښه زمينه وبلله او ددغه ولايت دخلکو دغوښتنو اواړتياو دڅيړنې په لاره کې يې دغزني دمشورتي ټولنې دهڅو اوها ندله ا مله قدرداني وکړه .
دجمهور رئيس مرستيال دغه راز څرګنده کړه چې د افغانستان دولت له هر راز ننګونو سره د مقا بلې لپاره چې په ٢٠١٤ کال پورې اړونده بدلونونه له بحران سره مخامخ کړي هوډمن دى او اجازه به ورنه کړي چې په بيلا بيلو برخو کې د خلکو لس کلن برياليتو بو نه قرباني شي.
د جمهور رئيس مرستيال د٢٠١٤ کال په باب بې بنسټو انديښنو او په هغه پورې اړوندو بدلونونو ته لمن وهل تبليغاتي جګړه اود خلکو دروحيې کمزوري کول وبلل او ټينګار يې وکړ چې د افغانستان خک به په يووالى ، پيوستون اوهمغږۍ باندې په ډډې لګولو سره په هغه تګلوري کې چې غوره کړى يې دى پرمخ لاړ شي اود افغانستان دولت به هم دهغو بدلونونو په سالم مديريت سره هيڅکله اجازه ورنه کړي چې افغا نستان تيرو وختونو ته ستون نه شي
دجمهور رئيس مرستيال ددې ټکى په بيانولو سره چې دبدلون لسيزه ، په افغانستان کې د تيرې يوې لسيزې بشپړوونکې ده د هيواد له خلکو څخه وغوښتل چې په کلک هوډ او په اوسپنيزې ارادې سره له دغه پړاو څخه په تيريدو کې د اوسنيو شرايطو دپياوړتيا اوټينګښت اودنويو ازښتونو دساتنې په لاره کې دهمت ملاوتړي .
ده دهيواد والو په يو والى او پيوستون باندې دټينګار په ترڅ کې له پخوا زيات د خلکو د همغږۍ اوپيوستون ترسيوري لاندې په اوسنيو ستونزو اوناخوالو برياليتوب ممکن و باله او برخه والو ته يې د غزني ولايت دخلکو دسيمه ييزو ستونزو غوښتنو او اړتيا و دڅيړنې ډاډ ورکړ.