دغزني ولايت دپوليسو مسوول په يو راکټي بريد کې ټپي شو .
کابل – باختر د مرغومي شپږمه:
دغزني ولايت دپوليسو مسوول د وسله والو طالبانو په يوراکټي بريد کې ټپي شو خو ويل کيږي چې ټپونه يې ژور نه دي .
دغه پيښه نن د رشيدانو ولسوالۍ په مربوطاتو کې هغه وخت رامنځته شوه چې جنرال زړه ور زاهد د اردو له څو تنو جنرالانو سره غوښتل چې له هليکوپټر سره ښکته شي .
دغه مقامات د قطعاتو دبشپړولو او د يو پوځي ماموريت لپاره د رشيدانو ولسوالۍ ته تللې و .
ويل کيږي چې ددغو پوځي مقاماتو د سپرلۍ په هليکوپټر د راښکته کېدو په وخت کې د وسله والو طالبانو له خوا راکټي بريد وشو .
جنرال زړه ور زاهدباختر اژانس ته وويل چې ټپونه يې ژور نه دي او ډير ژربه روغتيايي حالت يې ښه شي .
په رارسيدلو خبرونوکې ويل شوى دى چې دغزني دپوليسو مسوول په دې راکټي بريد کې په لاس کې ټپي شوى دى .
په همدې حال کې ويل کيږي چې له دغې پيښې وروسته افغان پوځيانو په دوو تنو وسله والو طالبانو چې ددغو پوځي مقاماتو دسپرلۍ په هليکوپټر د راکټي بريد عامل و؛ ډزې وکړې او ويې وژل .
دغزني دپوليسو مسوول وايي چې د وسله والوطالبانو په راکټي بريد کې بل چا ته چې ورسره ملګرى و؛ زيان نه دې اوښتې . عيني شاهدان وايي چې دطالبانو په دې راکټي بريدکې ددغو پوځي مقاماتو دسپرلۍ هليکوپټر ته هم زيان رسيدلې دي .